1 / 22

لومړى لوست يا د رس : د حيواناتو د مثل د توليد سيستم اناتومي او فزيالوژي

ب برخه: د حيواناتو يا څآرويو د مثل د توليد زده کړه. لومړى لوست يا د رس : د حيواناتو د مثل د توليد سيستم اناتومي او فزيالوژي. اصطلاح ګاني. مثانه bladder درحم يا زادان غاړه Cervix

pennie
Download Presentation

لومړى لوست يا د رس : د حيواناتو د مثل د توليد سيستم اناتومي او فزيالوژي

An Image/Link below is provided (as is) to download presentation Download Policy: Content on the Website is provided to you AS IS for your information and personal use and may not be sold / licensed / shared on other websites without getting consent from its author. Content is provided to you AS IS for your information and personal use only. Download presentation by click this link. While downloading, if for some reason you are not able to download a presentation, the publisher may have deleted the file from their server. During download, if you can't get a presentation, the file might be deleted by the publisher.

E N D

Presentation Transcript


  1. ب برخه: د حيواناتو يا څآرويو د مثل د توليد زده کړه لومړى لوست يا د رس : د حيواناتو د مثل د توليد سيستم اناتومي او فزيالوژي

  2. اصطلاح ګاني • مثانه bladder • درحم يا زادان غاړهCervix • مونث حيوان د تانيث الي تحريک کونکى برخه Clitoris • جفتگیرى يا جنسي يوځاي کيدل Copulation • د نر حيوان فرعي جوړه غدوات چي تحريک کونکي مايع توليدوي او له مني سره يوځاي کيږي Cowpers gland • د سپرم د حجراتو يا ژونکو د زيرمه کيدلو ځآي Epididymise • د اويدکټ يا تخمدان د مجرا بل نوم Fallopian tubes • خلطه ډوله خاليګاه چي د هغې په دننه کي تخمونه ځاي لري Follicles • جنسي نارينه يا ښځينه حجره Gamete • حاملگى يا بلاربوالى Gestation • د اويډکټ قيف ډوله لوله Infundibulume • د فرج غټي شونډي Labia majora • د فرج وړي شونډي Labia minora • مخاطي حجرات يا ژونکي Mucosal cells • تخم Ova • تخمدان Ovary • د تخمي د تيريدو مجرا Oviduct • لنګوال Parturation • د تذکير اله Penis • پروتستات غده Prostate gland

  3. اصطلاح ګاني • د خصيو کڅوړه Scrotum • منى Semen • د مني کڅوړه Semenal Vesicles • د تذکير آلى پوښ Sheath • سپرم Sperm • نارينه جنسي حجرات Spermatozoa • خوصي Testicles • نارينه هورمونونهTestosterone • د تشو بولو لوله Urethra • ادرار يا تشي بولي Urane • د رحم ښاخونه Utrine horns • رحم يا زادان Uterus • مهبل Vagina • د سپرم انتقالونکي تيوب Vas deferens • د تشو بولو او تناسلي سيستم بيرونۍ خلاصيدنه Vulva • القاح شوى تخم Zygot

  4. په نارينه غويانو کي عمده تناسلي غړي کومي دي او هغې عمده دندي ياوظيفي کومي دي؟ د حيواناتو د يوه توليد کونکي لپاره د کاميابي ګټي اخستني په برخه کي دا مهمه ده ترڅو چي مختلفي تناسلي اعضاوي زده کړي او د هغوي وظيفي يا دندي وپيژني اکثره وختونه ښايي چي ګټه اخستل په ډير کمي اندازې سره مذکر حيوانات د نسل اخستني لپاره ولري تناسلي سيستم ځني تړلي برخي لري چي هغه ټول د جنسي يوځايوالي لپاره په کاميابۍ سره يوځآي کار کوي له تناسلي عضو څخه ځني په نارينه حيواناتو کي شتون لري چي هغه عبارت دي له:

  5. خوصي : خصي سپرم توليدوي نارينه جنسي حجرات يا ژونکي د Spermatozoaپه نامه سره ياديږي خصيه يو نوعه هورمون توليدوي چي د Testosterone په نامه سره ياديږي چي دا هورمون په نارينه حيوان کي د نارينه والي عادت سبب ګرځي. په نارينه حيوان کي دوه خصي شتون لري.

  6. خصي - د نارينه غوايانو لومړنۍ تناسلي عضوي

  7. د مني وتونکي مجرا: دا د سپرم د حجراتو يا ژونکو د زيرمه کيدلو ځاى هم دى دا حجرات د خصيو له لاري Epididimiseته ننوزي ترڅو چي په هغه ځاى کي پاخه شي. هغه سپرمونه چي د مني له وتونکي مجرا څخه حرکت کوي د مونثي تخمي د القاح کولو توان پيدا کوي له هري خصي سره د مني خصوصي مجرا Epididimiseپه ځآنګړي توګه وصل شويده.

  8. ثد خصيو کڅوړه : د کڅوړي په دننه کي خصي شتون لري چي د هغې وظيفه د خصيو ساتنه کول دي همدارنګه دا کڅوړه د خصوي د تودوخي د درجې کنترول هم په غاړه لري او خصي د بدن د تودوخې څخه په کمه درجه د حرارت کي ساتي هرکله چي د محيط د حرارت درجه ښکته شي يعني يخه شي نو د خصيو کڅوړه راټوليږي او خصي بدن خواته کشوي او په دي ډول خصي ګرميږي هرکله چي د محيط د حررات درجه پورته لاړه شي يا ګرمه شي نو د خصيو کڅوړه سسته يا آزاديږي او خصيو ته اجازه ورکوي ترڅو چي د بدن څخه ښکته لوري ته لاړي شي. د حرارت ساتنه يوه ډيره مهمه موضوع ده له دي کبله چي يخه هوا او هم ګرمه هوا د سپرم په ژوندانه او توليد باندې تاثير لري.

  9. D:Vasdeference يو انتقالونکي تيوب دى چي سپرم له Epididimiseڅخه د Urethraپه لوري وړي. E: urethraېا د تشو بولو لوله: يو اوږد او عضلاتي کانال دى چي د مثاني په لوري امتداد لري. مني او تشي بولي دواړه د هغې له لاري د تذکيري الي اخري برخي ته حرکت کوي. F: کمکي غدوات: څو نوعي: مرسته کونکي غدي شتون لري. دا غدوات خوراکه يا غذا او هم د سپرم مايع ته حجم ورکوي کوم چي د Epielidimise له لاري راځي.

  10. G: Seminal Vesicle (نطفوي کڅوړي) نطفوي کڅوړي د يوريتر په لوري خلاصيږي دا کيڅه يو نوعه مايع توليدوي چي سپرم انتقالوي او له هغې څخه ساتنه کوي. H: Prostat Gland: د پروستات غده د مثاني او يوريتر سره نژدې واقع ده. دا غده يوه مايع توليدوي چي د مني له مايع سره ګډه وي. I: Cowpers Gland: دا غدي يوه مايع توليدوي چي له مخکې نه د مني مايع د يوريتر په لوري حرکت کوي دا مايع يوريتر پاکوي. د پروستات نطفه اى مخلوطه مايع د Seminalپه نامه او سپرم د مني يا Semen په نامه سره ياديږي

  11. J: Penis: يا د تذکير آله: د مني دا آله د ښځينه حيوان په تناسلي سيستم کي ځاى په ځآى کيږي، د تذکير په آله کي يوريتر د سپنجي انساجو پواسطه پوښل شوي دى د مذکر جنس د تحريک په وخت کي د جنسي يوځاى والي لپاره له ويني څخه ډک وي چي دا عمل د جنسي يو ځآيوالي په وخت کي د نوموړي الي د پورته کيدو سبب کيږي. پيچل شوي او منقبض شوي عضله د غلاف څخه د تذکيري د الي د اوږديدو سبب کيږي. • د مرستي اخستلو لپاره په دي برخه کي دا عنوان له 1-1TM او 2-1Tm درسي موادو څخه استفاده وکړئ.

  12. د غوايي تناسلي سيستم

  13. په ښځينه غواو کي مونث تناسلي غړي کوم دي او د هغوي دندي کومي دي؟ د نارينه غوايانو په څير ښځينه غواوي هم د يو لړ پيچلي سيستم درلودونکي دي چي تناسلي سيستم منځته راوړي. هغه خلک چي د حيواناتو له توليداتو سره دلچسپي لري بايد له دي مختلفو غړو او د دوي له دندو سره اشنايي ولري يو لړ غړي يا عضوي چي تناسلي سيستم رمنځته کوي عبارت دي له

  14. د ښځينه څاروي تناسلي غړي

  15. : ovaries تخمدانونه: تخمدانونه مونثي جنسي حجري يا ژونکي رامنځته کوي يو ګميت له يوي جنسي حجري يا ژونکي نه عبارت دى چي له نورو جنسي حجراتو يا ژونکو سره يوځآى کيږي دا ګميتونه د اووا OVoaپه نامه سره ياديږي. • هريو ښځينه جنس د دوه تخمدانونه لرونکي وي تخمدانونه ښځينه جنسي هورمونونه (ايستروجن او پروجسترون) توليدوي د هريو تخمدان په دننه کي په سل ګونو فوليکلونه شتون لري تخمي (Ova)د فوليکلونو په دننه کي توليديږي هره يوه تخمه ova په بدن کي ترټولو لوي حجري يا ژونکي نه عبارت ده.

  16. بoviducts : له دوه تيوبو څخه عبارت دى چي هغوي تخمه له تخمدان څخه زادان يا رحم ته انتقالوي اويډکټونه د فالوپين تيوبونو په نامه سره هم ياديږي اوويډکټونه له تخمدان سره نژدي دي ولي له هغوي سره وصل نه دي د هر يو اوويډکټ نهايي برخه قيف ته ورته ده چي له تخمدان سره نژدې وي او د infundibulum په نامه سره ياديږي په تخمه غورځيدنه يا تخمه ريزۍ کي فوليکلونه چوي او Ovum له هغې څخه ازاديږي چي د inFundiblum پواسطه اخستل کيږي له جنسي يوځايوالي څخه وروسته سپرم د رحم يا زادان له لاري Oviduet اوويډکټ ته ځي او د تخمي القاح کيدل د اوويډکټ ovdiduct په پورتنۍ برخه کي واقع کيږي، القاح شوي تخمه يا زايګوټ د القاح څخه څلور يا دوه ورځي وروسته د رحم يا زادان په لوري حرکت کوي.

  17. uterus رحم يا زادان : رحم يا زادان د Y ته ورته شکل لري چي له دوه شاخونو او يوي رحمي غاړي څخه جوړ شوي دى د رحم يا زادان جسامت او شکل په مختلفو حيواناتو کي سره توپير لري د رحم پورتنۍ برخه له دوه نوعه رحمي ښاخونو څخه جوړ شوى دى چي دوي د اوويډکټ دننه لوري ته يا Fallopian tube ته دننه کيږي غواوي يو بچي يا دوګاني منځته راوړي د حيواناتو په اکثره نوعو کي حاملګي يا بلاربوالى په نارمله توګه په ښاخونو کي صورت نيسي. جنين په رحم يا زادان کي نمو کوي چي په هغه ځاى کي د لنګون تر مهاله او تولد تر وخته پوري باقي پاتي کيږي.

  18. Cervix د رحم يا زادان له ښکتنۍ برخي نه عبارت دى سرويکس په اصل کي له نښليدونکو انساجو يا اتصالي انساجو څخه جوړ شوي دى چي د رحم يا زادان او وجينا vaginaپه منځ کي يوه دروازه يا د تيريدو لاره ده سرويکس د ميوکس حجراتو يا ژونکو پواسطه پوښل شوى دى دا حجرات يا ژونکي د حاملګي يا بلابوالي، لنګوال او په هغه وخت کي چي حيوان د نر غوښتني حالت رامنځته کوي، يو لوړ تغيرا متځته راوړي.

  19. Vagina(مهبل): د مونث جنس تناسلي غضوه يا غړى دى چي د جنسي يوځايوالى او لنګوال پر مهال خپله وظيفه سرته رسوي. • مهبل د سرويکس او والوا ترمنځ قرار لري د هغې سطحه د نر غوښتني په وخت کي مرطوبه او هرکله چي حيوان غويمه نه وي وچ وي . • E:Bladderېا مثانه: مثانه ضايع شوي مايع راجمع کوي چي د تشو ميتيازو په نامه سره ياديږي. تشي ميتيازي د يوريتر له لاري د وجينا لوري ته عبور کوي يوريترا د وجينا په سطحه د سرويکس او والوا ترمنځ وصل وي مثانه د مونثي تناسلي عضوي په حيث نه حسابيږي.

  20. F: Vulva : والوا د تناسلي او تشو ميتيازو سيستم باندنۍ له سوري يا خولې نه عبارت دى باندنۍ او د ليدنې وړ برخه يي د يو لړ قات خوړلو څخه جوړه شوي ده چي د Labia mojora په نامه سره ياديږي چي د هغې په دننه کي دوه قات خوړني په نامه د minora labia سره ځاى لري. • g. Clitoris: د ښځينه حيوان له حسي او نعوظ وړ غړى نه عبارت دى چي يوازې د والوا په دننه کي ځاى لري. کلاتيورس لکه د پينس په شکل سره له embryonicانساجو څخه منځته راغلى دى چي د جنسي يوځآيوالى په وخت کي د جنسي تحريک سبب ګرځي.

  21. د ښځينه غوا د تناسلي غړو باندنۍ منظره

  22. خلاصه يا لنډيز • په نارينه غواوو يا غوايانو کي د تناسلي غړو تشخيص او تشريح کول • په ښځينه غواو کي د مونث تناسلي سيستم تشخيص او تشريح کول

More Related